Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

شمعِ بزمِ هدايت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود اوليږو، د هغه د دُرُود شريف لوستلو په برکت سره الله پاک زمونږ د 560 قبرونو والؤ نه عذاب اوچت کړو.[1]

بَسُوئے کُوئے مدینہ بڑھو درود پڑھو!                                                           جو تم کو چاہئے جنّت پڑھو درود پڑھو!

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اوليدلو تاسو د درودِ پاک برکت! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خوږ الله پاک د خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډير محبت فرمائي، دې د پاره خو هغه په درودِ پاک کښې داسې برکتونه ايښودي دي د پاره د دې چې بندګان درودِ پاک لولي، د محبوبِ رَبّ، سلطانِ عرب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کيږي او د بندګانو د بخښنې ذريعه هم جوړيږي. کاش! چې مونږه هم د زيات درودِ پاک لوستلو عادت جوړ کړو. په شَعْبَانُ الْمُعظَّم کښې خو خاص طور ډير زيات درودِ پاک لوستل پکار دي چې شَعْبَانُ الْمُعظَّم د درودِ پاک مياشت ده.

شيخ شهابُ الدِّين حجازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: بيشکه شَعْبَانُ الْمُعظَّم د درود شريف لوستلو مياشت ده چې دا د درود آيت يعنې د سيپاره 22، سُورَۀ اَحزَاب مشهور آيت مبارک

اِنَّ اللّٰہَ وَ مَلٰٓئِکَتَہٗ  یُصَلُّوۡنَ عَلَی النَّبِیِّ ؕ           یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا صَلُّوۡا عَـلَیۡہِ  وَ سَلِّمُوۡا  تَسۡلِیۡمًا(۵۶)

(پاره: 22، سورۀ اَحزاب: 56)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ الايمان: بے شکه الله او د هغه فرښتې درود ليږي په هغه غيب ښودونکي (نبي) باندې، اے ايمان والؤ! تاسو هم په هغه باندې درود او ډير سلام اوليږئ.


 

 



[1]... التذکرۃ، جز:1، صفحہ:68 ملتقطًا۔