Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho
اسلامي ورور ماته د ماښام د لمُونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جُمات ته لاړم، د ماښام د لمَانځه نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان په آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالے تعارُف پيش کړو، په رساله نیک اعمال کښې درج د نيکو نه ډک ژوند تيرولو مدني ګل ليدلو سره ماته ډيره خوشحالي نصيب شوه، د دې رسالے په شکل کښې شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره د محنت ليدو سره ما لاس په لاس د بيعت کولو د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او نيکو طرف ته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې د زړه نه خپل کړو، د دې په برکت سره هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په مزه مزه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د لمُونځو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامے او سندرے باجے بندې شوے او د ګناهونو نه د ډک چينل په ځائے مدني چينل اولګيدو.[1]
خوب مَدنی قافِلوں کی دھوم ہو نیک ہو امَّت اے نانائے حسین
’’مَدنی اِنعامات‘‘ کی ہو ریل پیل نیک ہو امَّت اے نانائے حسین[2]
نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې مدني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد