Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

اوس به آيا مونږه دلته هميشه اوسيږو؟ نۀ. الله پاک فرمائي:

ثُمَّ  اَمَاتَہٗ  فَاَقۡبَرَہٗ (ۙ۲۱(پارہ:30، سورۂ عبس:21)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ الايمان: بيا ئې مړ کړو بيا ئې په قبر کښې کيښودو.

      ډير زر به مَلكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، رُوح به د بدن نه ويستلے شي او زمونږه مينه وال به مونږه د تيارو نه ډك قبر کښې کيږدي او بيرته به رانه لاړ شي.

بيا...!! آيا دلته قصه ختمه شوه؟ نۀ...!!

ثُمَّ  اِذَا شَآءَ  اَنۡشَرَہٗ (ؕ۲۲(پارہ:30، سورۂ عبس:22)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ الايمان: بيا چې کله اوغواړي راپورته به ئې کړي

       هغه وخت به راشي، قبرونه به برسيره کيږي، مړي به بيا ژوندي کيږي، د الله پاک په بارګاه کښې به حاضريږي، د عملونو حساب به اخستے شي.

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا حقيقت دے، مرګ زمونږ په سر باندې دے، د قبر وحشت ناکه کنده او د قيامت د ويرې نه ډك ميدان زمونږه مخے ته دے، حضرت ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام په دې انتظار کښې دے چې کله به د بنده وخت پوره کيږي او زه به ئې رُوح به قبض کووم، حضرت اسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام شپيلئ په خُله کښې نيولې ده او انتظار کوي چې کله به حکم کيږي او زه به په شپيلئ كښې پوكے كووم او قيامت به راولم. اوس په دې حالت کښې زمونږه حال څه دے؟ زمونږه د ژوند انداز، زمونږ طور طريقے، زمونږه چال چلن څنګه دے؟ الله پاک فرمائي:

کَلَّا  لَمَّا یَقۡضِ مَاۤ  اَمَرَہٗ (ؕ۲۳(پارہ:30، سورۂ عبس: 23)

[مفهوم]ترجَمۀ کنزُ الايمان: داسې نه ده هغه تر اوسه پورې پوره نکړو د كومې چي ورته حکم شوے وو.