Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

اورسيدل.[1]

 سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زمونږ د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! څومره ښکلے خوب دے، څومره ښکلې بيداري ده، د دې نه پته لګي چې د نيکئ دعوت ورکول، د معاشرے اصلاح کول د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د طبيعت حصه جوړه شوې وه، تر دې چې که هغوئي به په خوب کښې وو او که بيدار به وو په هر حال کښې د علم عام کولو، خلقو ته د نيکئ دعوت ورکولو، د الله پاک بندګان د الله پاک سره د ميلاوهلو په فکر کښې به وو.

کاش! چې مونږ ته هم دا سعادت نصيب شي: مونږ ته د ټولې دنيا د خلقو د اصلاح کوشش کول دي (اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! )، بيا د دې مقصد اخستو سره بس هر وخت د زده کولو، ښودلو، اوريدلو، اورولو، پوهيدو، پوهه کولو، د نيکو کولو او د نيکو د دعوت په عام کولو کښې مصروف اوسو. که کور وي، دکان وي، بازار وي که محله وي، سفر وي که سفر نه وي، که په فون خبرې وي که مخامخ ملاقات وي، بس هر وخت د نيک اوسيدو او نيک جوړولو شوق پيدا وي.

نیک بن جائیں ہم، تاجدارِ حرم                                                                       دردِ عِصیاں مِٹے، عادتِ بد چُھٹے

واسِطہ خُلقِ محبوب کا ہے                                                                                                    یا خدا تجھ سے میری دُعا ہے


 

 



[1]... شرح فتوح الغیب، المقالۃ الخامسۃ عشر، صفحہ: 94 خلاصۃً.