Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

يو ته هم سنت اوښودلو نو بيا چې هغه کله هم په هغه سنت باندې عمل کوي ستاسو به هم په هغه سنت باندې د عمل کوونکي په شان ثواب کيږي. د نيکئ د دعوت د پاره په علاقائي دوره او په مدني قافلو کښې د سنتو ډک سفر په ذريعه د ځان او د نورو د اصلاح ښه مهم چلولو سره د مسلمانانو د نيکانو جوړولو مشين جوړ شئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د ثواب ډيرے به جوړ شي او دواړه جهانونه به مو ښه شي.

تیرے کرم سے اے کریم! مجھے کون سی شے ملی نہیں

جھولی ہی میری تنگ ہے تیرے یہاں کمی نہیں

حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل حضرت سيِّدُنا مُوسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک په بارګاه کښې عرض اوکړو: يا الله! څوک چې خپل ورور رااوبلي او د نيکئ حکم اوکړي او د ګناه نه منع کړي. د هغه څه جزا ده؟ الله پاک ارشاد اوفرمائيلو: زه د هغه د هرې کلمے په بدله کښې د يو يو کال ثواب ليکم او هغه له د دوزخ په سزا ورکولو کښې ما له حيا راځي.[1]

سُبْحٰنَ اللّٰہ! که تاسو چا له د نيکئ دعوت ورکړئ نو د يوے يوے کلمې (لفظ، قول يا خبرې) په بدله کښې به د يو يو کال د عبادت ثواب بيامومئ، فرض کړئ! تاسو يوه ورځ په جمات کښې صرف د يو اسلامي ورور په مخکښې د فيضانِ سنت نه درس ورکړو او د دې نه مو دوه صفحې اولوستلې، که په هغې کښې 20 خبرې د نيکئ او خير بيان شوې


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، باب فی الامر بالمعروف و النہی عن المنکر، صفحہ:65.