Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

فلانکئ مقبرې ته لاړ شه! هلته به يو بوډا کَس وي کوم چې به عُود (مثلاً ګټار) غږوي، هغه له دا اشرفئ ورکړه او هغه هم د خپل ځان سره زمونږ خوا له راوله.

د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خادم ابو رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه چې کله مقبرې ته اورسيدم، اومې کتل نو د غوثِ پاک د فرمان مطابق يو بوډا کَس موجود وو، کوم چې عُود (يعنې ساز) غږولو، ما هغه ته سلام اوکړو، بيا چې مې هغه له څنګه اشرفئ ورکولې، هغه بوډا يوه تيزه چغه ووهله او د بے هوشه کيدو سره راپريوتو نو ما اووئيل: شيخ عبد القادر جيلاني تاسو ته آواز کوي. کله چې مونږه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاه کښې حاضر شو نو غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: دا بوډا منبر ته راوله! هغه منبر ته راغلے. اوئې فرمائيل: خپله قِصَّه بيان کړه! بيا هغه بوډا عرض اوکړو: زه په ځوانئ کښې ډير ښه سندر غاړے ووم، آواز مې ډير ښه وو، په خلقو کښې مشهور ووم، ژوند مې ښه په آرام تيريدو، بيا بوډا والے راغلے، په آواز کښې سُر پاتې نه شو، بيا خلقو زما نه مخ واړولو، په دې باندې زما زړه مات شو او ما دا اوټاکله چې اوس به ژوندو ته نه بلکه مَړو ته به سندرې اورووم. نو زه مقبرې ته لاړم او هلته ما سندرې شروع کړلې، کله به مې يو قبر ته سندرې وئيلې او کله بَل قبر ته او داسې به ګرځيدم. بيا زه د يو قبر خوا ته کښيناستم، څه ګورم چې هغه قبر برسيره شو، او کَس سر رابهر کړو او اوئې وئيل: مړو ته به تر څو پورې سندرې وائې. لاړ شه! خپل فرياد الله پاک ته اوکړه! هغه حَیٌّ وَ قَیُّوم دے، هغه به ستا دُعا قبلوله کړي. د هغه کَس د دې خبرې سره زه بے هوشه شوم. کله چې په هوش کښې راغلم نو عقل مې په ځائے شوے وو، ما د الله پاک په بارګاه کښې د زړه نه فرياد