Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

اوکړو، لا فرياد مې کولو چې ستاسو خادم را اورسيدلو.

د دې واقعې بيانولو نه پس هغه بوډا خپل عُود (يعنې د موسيقئ آله ګِټار) مات کړو او د زړه نه ئې توبه کړه. په دې موقع باندې حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اصلاح مدني ګل اوفرمائيلو: اے خلقو! دې کَس د فضول کار په نيت کښې رښتيا اختيار کړل نو الله پاک د ده مراد پوره کړو نو کوم کَس چې په خپلو ټولو احوالو کښې رښتيا اختيار کړي، خپل نيت صحيح کړي نو په هغه باندې به د الله څومره کرم کيږي؟ ځکه په تاسو ټولو باندې لازم دي چې رښتينے نيت او د باطن پاك والے اختيار کړئ! که دا دواړه خبرې (رښتينے نيت او د باطن صفائي) نه وي نو يو انسان هم د الله پاک قرب نشي حاصلولے. آيا تاسو د الله پاک فرمان نه دے اوريدلے:[1]

  وَ اِذَا قُلۡتُمۡ فَاعۡدِلُوۡا  مفهوم ترجمه کنز العرفان: او کله چې خبره کوئ نو عدل کوئ.

   پارہ:8، الانعام:152)

سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا دے د رښتياؤ برکت...!! په خپل نيت کښې د رښتياؤ ساتلو، د رښتياؤ وئيلو، د دروغو نه د بچ کيدو په برکت د الله پاک قرب حاصليږي، د بدو نه نجات حاصليږي، د توبے توفيق نصيب کيږي او بنده د ټيک کيدو سره اوچتو مقاماتو ته د رسيدو لائق جوړيږي.

ځکه په مونږ ټولو باندې لازم دي چې هميشه رښتيا وايو، د دروغو نه هميشه نفرت کوو.


 

 



[1]... قلائد الجواہر،صفحہ:27 خلاصۃً.