Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

(1) د امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلے شوے د نعتونو ديوان وسائلِ بخشش د هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د محبت واضحه دليل دے په کوم کښې چې هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان مبارک کښې ډير کلامونه او غوثيه نعرے هم ليکلې دي. (2) هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خاندان، آل او اولاد، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار، ګنبد او منارې، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ښار الغرض د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د تعلق او نسبت لرونکي هر يو څيز سره بے حده محبت کوي. (3) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د امير اهلسنت د تربيت په برکت سره د لوئے يولسم شريف د لوئے شپې په موقع باندې په ملک او بهر ملک کښې د اجتماعِ غوثيه اهتمام کولے شي، په کوم کښې چې کله د غوثِ اعظم شان نو کله د غوثِ اعظم سيرت، کله د غوثِ اعظم د خاندان نو کله د غوثِ اعظم د کردار وغيره په موضوعاتو باندې د سنتو نه ډک بيانونه او د غوثِ اعظم د مناجاتو سلسله وي. هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يولسم شريف په شپه کښې عاشقانِ رسول ته د بغدادي نسخې استعمالولو ترغيب ورکوي.

الله کريم دې مونږ ټولو ته د امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه او د هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په وسيله د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتيني پخه غلامي نصيب کړي او زمونږه خاتمه دې په ايمان باندې اوکړي.

   اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم