Book Name:Ghous e Pak aur Islah e Ummat

نه په مريد جوړيدو کښې ډير برکتونه او فائدے دي، مثلاً د دې په برکت سره د ايمان حفاظت نصيب کيږي * د لمُونځ روژې پابندي نصيب کيږي * د حلالو او د حرامو پيژندل نصيب کيږي * د مسلمان احترام او ايماني جذبه نصيب کيږي * د شيطان نه حفاظت کيږي * په زړه کښې د عبادت شوق او د قرآن د تلاوت جذبه نصيب کيږي * د خراب صحبت نه د بچ کيدو ذهن جوړيږي * د ګناهونو نه توبه نصيب کيږي * د دين او دنيا پريشانئ لرې کيږي * د انسان کردار ښه کيږي * د امير اهلسنت نه د بيعت کولو څه څه فائدے حاصلې شوې، څه څه برکتونه نصيب شول * د امير اهلسنت د مريد کيدو سره عالمَان جوړ شول * مفتيان جوړ شول * حافظان جوړ شول * په کور کښې ديني ماحول جوړ شو * ګيرې پريښودلے شوې * عمامې په سر کړے شوې * د مدينے محبت نصيب شو * د حج رغبت اوشو * ډير حاجيان شول * د نعتونو وئيلو * د نعتونو اوريدو شوق پيدا شو * عشقِ رسول نصيب شو * د اعلٰی حضرت پيژندګلو اوشوه * د غوثِ پاک پيژندګلو اوشوه. که دغه شان مونږه غور اوکړو نو داسې په سوونو مثالونه به وي کوم چې د امير اهلسنت د مريد د جوړيدو په برکت نصيب شول. الغرض د مريد جوړيدو په برکت انسان په دنيا او آخرت کښې سعادت مند جوړ شي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د شيخِ طريقت، امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل پير او مرشد حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره بے حده محبت دے. راځئ! د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د هغوئي د محبت يو څو مثالونه اوګورئ: