Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښۀ نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * پۀ اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
پۀ تفسيرِ عزيزي کښې دي: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تيرو اُمتونو او د هغوئي د ډيرو عمرونو پۀ باره کښې غور ووفرمائيلو او د خپل اُمت لږو عمرونو ته يـې وکتل نو د اُمَّت د غمخور، تاجدارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړۀ مبارک د شفقت نه راډک شو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې سوچ کولو غمژن شو چې که زما اُمت ټول ژوند ډيرې ډيرې نيکۍ وکړي نو بيا هم د تيرو اُمتونو برابري نشي کولے.
دلته د محبوبِ رَبِّ اکبر، شاهِ بحر و بر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړۀ مبارک غمژن شو، هلته د الله پاک رحمت پۀ جوش کښي راغلے او الله پاک د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تسلۍ د پاره هغوئي ته د ليـلةُ الـقدر تخفه عطا کړله. ([1]) ارشاد وشو:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةِ الْقَدْرِۚۖ(۱) وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِؕ(۲) لَیْلَةُ الْقَدْرِ ﳔ خَیْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْرٍؕؔ(۳) تَنَزَّلُ الْمَلٰٓىٕكَةُ وَ الرُّوْحُ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْۚ-مِنْ كُلِّ اَمْرٍۙۛ(۴) سَلٰمٌ ﱡ هِیَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ۠(۵) (پارہ30،سورۃالقدر:1تا5)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: بيشکه دا قرآن مونږه په شبِ قدر کښې نازل کړو(۱) او تا ته څه معلومه چې شبِ قدر څه ده؟(۲) شبِ قدر د زرو مياشتو نه بهتره ده(۳) په دې شپه کښې فرښتې او جبريل د خپل رب په