Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

حُکم د هر کار د پاره راکوزيږي(۴) دا شپه د سحر راختلو پورې سلامتي ده(۵)

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د اُمتيانو فِکر شو نو الله پاک د هغوئي د زړۀ ساتلو د پاره اُمّت ته د شبِ قدر پشان عظيم الشان نعمت عطا کړو. مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان بيانولو کښې فرمائي:

جتنا میرے خدا کو ہے میرا نبی عزیز                                                                      کونین میں کسی کو نہ ہو گا کوئی عزیز

جو کچھ تری رضا ہے، خدا کی وہی خوشی                                                               جو کچھ تری خوشی ہے، خدا کو وہی عزیز

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نن د رَمَضَانُ الْمُبَارَک 27 [اووه ويشتمه] شپه ده او د علمائے کرامو اکثريت دا وائي چې هم د رَمَضَانُ الْمُبَارَک پۀ 27 [اووه ويشتمه] شپه ”شبِ قدر“ وي. ([1]) لہٰذا اُمِّيد کوو چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن شبِ قدر دے * نن د بخښنې شپه ده * نن د رحمت شپه ده * نن هٰغه شپه ده کومه چې د زرو مياشتو نه بهتره ده * نن د سلامتيا شپه ده، د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې کله شبِ قدر راشي نو د الله پاک پۀ حکم حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام د يوې شنې جنډې سره د فرښتو د ډير غټ فوځ سره زمکې ته راکوز شي او هغه شنه جنډہ پۀ کعبه شريفه باندې ولګوي، د يو روايت مطابق د هغه فرښتو شميره پۀ مخ د زمکې د کاڼو نه هم زياته وي، دا ټولې [فرښتې] سلام


 

 



[1]... فیضانِ رمضان، صفحہ:199۔