Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

ورکړو، شيطان هغه هم رَد کړو، امام صاحب دريم دليل ورکړو، شيطان پۀ هغې هم اعتراض وکړو. تر دې چې امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 360 دليلونه ورکړل، شيطان ټول دليلونه رد کړل. د امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پير صاحب چرته لرې اودس کولو، هغوئي چې کله پۀ روحاني طاقت دا معامله وليده نو هم د هٰغه ځائے نه يـې ووفرمائيل چې رازي! ولې ورته نه وائې چې زۀ بغير د څۀ دليل نه الله پاک يو منم. امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مُرشِد خبره اومنله، چې څنګه يـې دا ووئيل نو [شيطان مردود وتښتيدو او امام رازي صاحب د ايمان د سلامتيا سره] وفات شولو. سُبْحٰنَ الله! ([1])

گزر جا عقل سے آگے کہ یہ نُور                                                       چراغِ راہ ہے، منزل نہیں ہے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې که مونږه د خپل دِين، اِيمان او عقيدو بنياد پۀ عقل باندې کيږدو نو پۀ دې کښې د تير وتو او بے لارې کيدو ډيره انديښنه ده. ځکه بنياد پۀ عشق باندې ږدئ. علمائے کرام فرمائي: عَلَیْکُمْ بِدِیْنِ الْعَجَائِزِ يعنې پۀ تاسو باندې لازم دي چې د بوډۍ ګانو زنانؤ پۀ شان عقيده وساتئ...!! ([2])

بوډۍ ګانې زنانه پۀ خپلو نظريو او عقيدو کښې ډيرې کلکې وي، هغوئي ته چې څۀ هم وائې، څومره هم دليلونه ورکوې، پۀ سائنس، فلسفه پۀ څۀ باندې يـې چې هم پوهه کوې، د هغوئي چې کومه عقيده ده، هغوئې پۀ هغې باندې پخې ولاړې وي. مونږ ته تعليم راکړے شوے دے چې مونږه هم داسې د عقيدو او اِيمان پۀ معامله کښې کلک اوسو. مونږ له د ځان نه عقيده نه دي راجوړول پکار، پۀ خپل سوچ او نظريه باندې نه دي تلل پکار * عقيده هٰغه اختيارول پکار ده کومه چې قرآنِ کريم ښودلې ده *کومه چې پۀ حديثِ پاک کښې راغلې ده * کومه چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم 


 

 



[1]... الملفوظ، حصہ:4، صفحہ:493، 494۔

[2]... الملفوظ، حصہ:4، صفحہ:433۔