Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

کښې هم زمونږه اِيمان زمونږ نه جدا نه شي.

د اِيمان بُنياد پۀ عشق باندې ږدئ!

البته دلته د يوې خبرې وضاحت کووم چې د اِيمان اَصل د زړۀ تَصدِيق دے.([1]) يعنې اِيمان د زړۀ معامله ده او د زړۀ پۀ معامله کښې د عقل هيڅ کار نه وي. د خبرې مقصد دا دے چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ ټول مؤمِنان خو يو، الله پاک دې مونږ ته پۀ اِيمان باندې اِستِقامت راعطا کړي، څومره اِيمانيات چې دي * پۀ الله پاک باندې اِيمان * پۀ رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اِيمان * پۀ [نورو ټولو مخکښينو] نبيانو باندې اِيمان *پۀ کتابونو باندې اِيمان، دا ټول کوم چې د اِيمان بنيادونه دي، پۀ دې ټولو باندې زمونږه يقين د عشق تر حده پورې پکار دے، د خپل اِيمان بنياد پۀ عقل باندې مۀ ږدئ، ګنې بيا به د بے لارې کيدو انديښنه ډيره زياته وي. شيخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

اِیمان سلامت ہر کوئی منگے، عشق سلامت کوئی ہُو

يعنې که د اِيمان بنياد پۀ عقل باندې وساتلے شي نو عقل دهوکه کيږي، عقل تيندک خوري، لہٰذا د اِيمان بنياد پۀ عشق باندې ږدئ، د الله او رسول پۀ بے کچه محبت باندې يـې ږدئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اِيمان ضائع کيدو انديښنه به ډيره کمه شي.

اِيمان څنګه پکار دے...!!

امام فَخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي اِمام دے، ډير لوئي ماهر عالمِ دين وو. چې کله د هغوئي آخري وخت راغلو نو شيطان راغے، اوئې وئيل: رازي! چې الله يو دے نو پۀ دې باندې څۀ دليل راکړئ! امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دليل ورکړو. شيطان خو ډير خبيث دے، هغۀ هٰغه دليل په خپل باطل خيال کښې رَد کړو. امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دويم دليل


 

 



[1]... مرقاۃ المفاتیح، کتاب الاداب، باب حفظ اللسان...الخ، جلد:9، صفحہ:55، زیرِ حدیث:4814۔