Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

د الله پاک ذِکر پۀ کثرت سره کوي، هغه زيات عظمت والا دے.

د مسلمانانو وړومبے خليفه، حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر وو، هغوئي حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخاطَب کړو او اوئې وئيل: اے عمره! داسې خو ذِکْرُ الله کوونکو ټولې نيکۍ يوړلې...! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اَجَل (يعنې آؤ! اے ابو بکر! خبره هم داسې ده، څوک چې د ذِکْرُ الله کثرت کوي، هغه ټولې نيکۍ راټولوي). ([1])

پۀ جنّت کښې د باغونو لګولو طريقه

حضرت ابو سليمان داراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ جنّت کښې خالي زمکه ده. چې کله بنده ذِکْرُ الله کوي نو فرښتې پۀ هٰغه جنّتي زمکه کښې د هغۀ د پاره باغونه لګول شروع کړي، بنده چې تر څو پورې ذِکر کوي نو فرښتې د هغه د پاره باغونه لګوي، چې کله بنده [د ذِکر کولو نه] ودريږي نو فرښتې هم ودريږي. ([2])

پۀ کثرت سره د ذِکر نۀ کولو بعضې اسباب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې ذِکْرُ الله څومره اعلیٰ عبادت دے خو آه! غفلت...! * پۀ زړۀ کښې مو جذبه نشته * د نيکو حرص مو د نشت برابر دے * د آخرت د فِکر کمے دے * پۀ فضولياتو کښې د مصروفه کيدو عادت مو دے * د دُنيا محبت مو ګویا پۀ زړۀ


 

 



[1]... معجم کبیر، جلد:8، صفحہ:481، حدیث:16812۔

[2]... رسالہ قشیریہ، باب الذکر، صفحہ:259۔