Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

کښې کور کړے دے * هر وخت بس د دُنيا پۀ سوچونو کښې مصروف اوسو * د فضولو خبرو اوريدو او کولو پۀ نشه کښې خو داسې اخته يو چې بس د الله پاک پناه! * غيبت * چغلي * دروغ، معلومه نۀ ده چې دا ژبه پۀ مونږه څنګه څنګه ګناهونه کوي، بيا باقي پاتې کسر سوشل ميډيا پوره کړو، چې کله پۀ تنهايۍ کښې د کښيناستو موقع ميلاؤ شي نو زر موبائل راواخلو او پۀ * فيس بُک * يوټيوب وغيره وغيره کښې مصروف شو. کاش چې مونږ د نيکو حرص کوونکي جوړ شو.

د 100 حجونو ثواب

د الله پاک آخري نبي مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې سحر او ماښام سل سل کَرَته سُبحٰنَ الله ولوستله نو هغه د سلو حجونو کوونکي پۀ شان دے. ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې څومره اسان اعمال دي...!! حاجيان حج له ځي، د هغوئي دې حج مبارک شي، مونږ نشو تلے، مونږ که د کعبې د طواف کولو، پۀ مزدلفه، او منیٰ او عرفات کښې د قيام برکتونه نشو حاصلولے، که د دې مبارک سفر سعادت نه شو حاصلولے، نو کم از کم مونږ دا خو کولے شو چې روزانه سحر او ماښام 100،  100 کَرَته سُبحٰنَ الله ولولو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د 100 حجونو ثواب به مو نصيب شي. الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... ترمذی،کتاب الدعوات، صفحہ:797، حدیث:3471۔