Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

وَ  لِلّٰهِ  عَلَى  النَّاسِ   حِجُّ  الْبَیْتِ  مَنِ  اسْتَطَاعَ  اِلَیْهِ  سَبِیْلًاؕ- (پارہ:4،سورۂ آلِ عمران:97)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  او د اللہ د پاره په خلقو باندې د دې کور حج کول فرض دي څوک چې دې ته د رسيدلو طاقت لري.

معلومه شوه چې څوک کعبې شريفې ته د رَسيدو اِستطاعت [يعنې وَس] لري، پۀ هغۀ باندې حج فرض دے. سرورِ عالم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د استطاعت تفسير د زَاد او رَاحِلَه سره کړے دے، د راحِله مطلب دے: سورلۍ، د زاد مطلب دے: د سفر خرچ. علمائے کرام فرمائي چې د چا سره دومره مال وي چې د کور نه ووځي او مکے مکرمې ته وَرسي، هلته د اوسيدو خرچه، د واپس راتللو خرچه او څومره ورځې چې پۀ حج لګي د هٰغه ورځو د کور والؤ خرچه د دۀ سره موجوده وي او لاره هم د امن والا وي نو پۀ دۀ باندې حج فرض شي.([1]) او ياد ساتئ چې د حج فرض کيدو نه پس *فوراً حج کول ضروري دي، يعنې پۀ دې کښې د لم ليټ نه کار اخستل چې پۀ راتلونکې کال کښې به لاړ شم *چې د لوڼو ودونه وکړم، د هغې نه پس به ځم *اوس پۀ کاروباري معاملو کښې انښتے يم، چې دا سر ته ورسووم نو بيا به حج له ځم، دا انداز قطعاً صحيح نه دے.

د فرض حج نۀ کولو وعيد

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! څوک چې د فرض کيدو باوجود حج نه کوي، هغه ډير پۀ نقصان کښي دے. د مسلمانانو د څلورم خليفه


 

 



[1]... خزائن العرفان، پارہ:4، سورۂ آلِ عمران، تحت الآیۃ:97، صفحہ:126 بتصرف۔