Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

بهر حال چې کومو خوش قِسمتو ته به دا کال د حج د سفر سعادت نصيب کيږي، د هغوئي مقام، د هغوئي مرتبه، د هغوئي خوش قِسمتي بيله ده. البته هٰغه خلق کوم چې د حج شوق لري خو د تللو طاقت نه لري، نو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه ښکلي ښکلي دِينِ اِسلام هغوئي هم محرومه نه دي پريښودي، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې ډير اعمال مونږ ته ښودلي دي، د کومو د اختيارولو سره چې مونږ د حج ثواب حاصلولے شو. راځئ چې د حج د ثواب باعث جوړيدونکو يو څو نيکو اعمالو ذِکر واورو:

(1): ذِکرُ الله کول

 پۀ حديثِ پاک کښې دي: صحابئ رسول حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل مونږ پۀ بارګاهِ رسالت کښې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ذَہَبَ الْاَغْنِیَاءُ بِالْاَجْرِ يعنې اے د الله پاک خوږه رسوله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مالداران پۀ ثواب ګټلو کښې زمونږ نه مخکښې شول. (بيا يـې وکړو:) یَحُجُّوْنَ وَ لَا نَحُجُّ هغوئي حجونه کوي، مونږ حج نشو کولے، هغوئي فلانکي فلانکي مالي عبادتونه کوي، زمونږ (سره مال نشته، نو) مونږ هٰغه مالي عبادتونه نشو کولے.

د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ښکلي شوق ته وګورئ! حاجيان د حج د پاره ځي، دوئي د مالي وَس نه لرلو پۀ وجه حج له نشي تللے نو بے قراره دي چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغوئي د حج د پاره لاړل او مونږ پاتې شو...!! رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته ووفرمائيل: آيا زۀ تاسو ته داسې څيز اونه ښايم چې که تاسو پۀ هغې باندې عمل وکړئ نو کوم