Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

کوو چې کاش! زما سره هم مال وے چې ما هم داسې عيش کولے، دا لالچ د خطرې خبره ده، پۀ حديثِ پاک کښې صفا وئيلے شوی دی چې هغه چې د مالداره کيدو په وجه د کومو ګناهونو بوج پۀ خپل سر باندې اچوي، دا غريب د چا سره چې مال هم نشته، ځکه د هغې پۀ سبب ګناه هم نه کوي خو د خپل بد نيت پۀ وجه دے او هٰغه ګنهګار مالداره پۀ جرم کښې برابر دي. اَلْاَمَان وَالْحَفِیظ...!!

 الله پاک دې مونږ د مال او دولت د حرص نه محفوظ وساتي. کاش چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ شان د نيکو والا سوچ مو نصيب شي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

ذِکر کوئ او د حج ثواب ګټئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دويم سبق کوم چې پۀ دې حديثِ پاک کښې مونږ ته ميلاؤ شو، هغه دا دے چې کوم بنده د هر نـمونځ نه پس تسبيحِ فاطمه لولي، يعنې 33 کَرَته سُبْحٰنَ الله!  33 کَرَته اَلْحَمْدُ لِلّٰہ او 34 کَرَته اَللهُ اَکْبَر لولي، هغه به د مالدارو د مالي عبادتونو (مثلاً د حج، زکوٰۃ وغيره) پۀ ثواب حاصلولو کښې کامياب شي.

سُبْحٰنَ اللہ! د دې نه دا معلومه شوه چې د الله پاک ذِکر ډير د اوچتې مرتبې عبادت دے چې د دې پۀ ذريعه د لوئي لوئي نيکو برابر ثواب ميلاويږي. کاش چې مونږ ته پۀ کثرت سره د الله پاک د ذِکر کولو توفيق رانصيب شي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .