Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَحْمَةٌ لِّلعَلَمِين (يعنې د ټولو جهانونو د پاره رحمت) دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څوک هم محرومه نه پاتې کوي، هٰغه خلق د چا مور پلار چې د دُنيا نه تشريف وړے دے، پۀ قبرونو کښې دي، رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته هم د حج د ثواب حاصلولو طريقه ښودلې ده، آؤ جي! حديثِ پاک واورئ! خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:

مَنْ زَارَ  قَبْرَ اَبَوَیْہِ اَوْ اَحَدَہُمَا اِحْتِسَابًا کَانَ کَعَدْلِ حَجَّۃٍ مَبْرُوْرَۃٍ

ترجمه: څوک چې د خپل مور پلار، دواړو يا يو (کوم چي هم وفات شوے وي، د هغوئي) قبر له د ثواب پۀ نيت لاړ شي، د هغۀ دا عمل د مقبول حج برابر دے. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د چا مور پلار ژوندي دي، هغوئي دې د محبت پۀ نظر هغوئي ته ګوري، د حج ثواب به حاصلوي او د چا مور پلار چې وفات شوي وي نو اوس هم د هغوئي سره موقع شته، هغوئي دې د مور پلار د قبر زيارت کوي نو هغوئي ته به هُم د مقبول حج ثواب نصيب کيږي. ځکه پکار دي چې مونږ مور پلار ته د محبت پۀ نظر ګورو او که هغوئي وفات شوي وي نو قبر ته يـې حاضري کوو، دا اسان کار که پۀ ورځ کښې سل کَرَته هُم کوئ نو  اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هر ځل به د حج ثواب حاصلوئ.

(4): د جَمعې سره نـمونځ

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حج د ثواب باعث جوړيدونکو اعمالو


 

 



[1]...  نوادِرُ الْاُصُول، الاصل الخامس عشر، جلد:1، صفحہ:72۔