Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

اِرشاد اُوفرمائيلو: ”اَبُوبکر ته اُووايه چې خلقو ته نمونځ اوکړي.“ بیا چې کله حضرتِ سَيِّدُنا ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د نمانځه جَمعه ورکولو کښې مشغول وو نو پۀ دې دوران کښې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خپل طبيعت مبارک کښې څه بهتري محسوس کړه نو پاڅيدلو او دوو کسانو ته ئې [د مرستې کولو] د خدمت سعادت ورکړلو او جُمات ته ئې داسې تشريف يوړلو چې مبارک قدمونه ئې په زمکه لګيدل، حضرتِ سَيِّدُنا ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکالو (يعني د قدمونو مبارکو آواز) محسوس کړلو نو شا ته کيدل يـې شروع کړل، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته اِشاره اوکړه (چې شا ته مه راځئ) بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ګڅ طرف ته کښيناستلو، حضرتِ سَيِّدُنا ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په ولاړه او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ناسته نمونځ کولو، حضرتِ سَيِّدُنا ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اِقتِدا کښې (يعني حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې) نمونځ ادا کولو او خلقو د حضرتِ سَيِّدُنا ابوبکر صِدِّيق (اِقتِدا کوله). ([1])

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د جَمعې سره د نـمونځ اهتمام

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې حکايت نه زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جَمعې سره د نـمونځ کولو د ډيرې خوښې اظهار کيږي چې د سختې بيمارۍ د حاضرۍ پۀ حالت


 

 



[1]... بُخاری، کتاب الاذان، باب الرجل یاتم بالامام...الخ، صفحہ:237، حدیث:713۔