Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

يـې ادا کړم). سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې کوم جواب ورکړو، هغۀ د کمال نۀ ډک جواب وو، هغوئي پۀ يوه جمله کښې خبره ختمه کړه، اوئې فرمائيل: د مور پلار حق دومره [ډير] دے چې که دوئي وفات شي او ځوي يـې واپس راژوندي کولے شي نو راژوندي دې يـې کړي. ([1])

د دې وئيلو مقصد دا وو چې څنګه د مړي راژوندي کول د عام انسان د پاره ناممکن دي، هم داسې د مور پلار حقونه پوره کول او د هغې شميرل، دا هم ناممکن دي.

اوس سوچ وکړئ چې که مونږ د دوئي د احسانونو او د دومره حقونو د احساس ساتلو پۀ وجه دوئي ته د محبت پۀ نظر اوګورو، دوئي سره پۀ مينه خبرې وکړو نو زمونږ پرې څۀ ځي؟ څۀ خو رانه ځي نۀ بلکې دومره ثواب چې رَبِّ کريم به پۀ خپل رحمت سره مونږ ته د قبول شوي حج ثواب راعطا کړي. ځکه مونږ له دا عادت جوړول پکار دي چې که زيات نه وي نو پۀ ورځ کښې کم از کم يو ځل ضرور دا حديثِ پاک پۀ ذهن کښي راولو او د ښو ښو نِيَّتونو سره خپل مور پلار ته د محبت پۀ نظر ګورو!

(3): د مور پلار قبر ته حاضري

هٰغه اِسلامي وروڼه د کومو چې مور پلار پۀ دې دُنيا کښې نشته، وفات شوي دي، هغوئي به سوچ کوي چې مونږ به د حج ثواب څنګه حاصلوو؟ مونږ به د مور پلار زيارت څنګه کوو؟ د هغوئي پۀ خدمت کښې عرض دے چې غم مۀ کوئ،


 

 



[1]... ؟؟؟؟۔