Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

چې د حج د پاره د پيسو نه بلکې د زړۀ د رښتوني درد ضرورت دے، د رَبّ تعالٰی پۀ نزد رښتوني طلب او رښتونې درد ته کتلے شي، که درد رښتونے وي، طلب رښتونے وي، شوق رښتونے وي نو د الله کريم رحمتونه ضرور نصيب کيږي، ضرور د کرم نظر کيږي او بنده ته د حج سعادت نصيب کيږي.

د حج د ثواب باعث جوړيدونکي اعمال

الله پاک دې هر کال زمونږ د حج سعادت نصيب کړي. دا خبره ياد ساتئ چې پۀ چا باندې حج فرض دے، هغۀ ته صرف حج کول دي، بَل يو کار د دې پۀ ځائے نشي کيدے. البته! دا هم پۀ خپل ځائے يو حقيقت دے چې حج د عشق سفر دے، که فرض وي او که نۀ، د عاشقانو زړونه د دې مبارک سفر د پاره بے قراره وي، ډير داسې عاجزه عاشقان شته چې د حج د پاره روانې قافلې اُوويني نو زړه يـې بے قراره شي، پۀ سترګو کښې يـې اوښکې راشي او پۀ ډير ارمان سره وائي چې:

حاجیوں کے بن رہے ہیں قافلے پِھر یانبی! پِھر نظر میں پِھر گئے حج کے مناظِر یانبی!

آہ! پلّے زَر نہیں، رختِ سَفَر سرور نہیں   تم بُلا لو! تم بُلانے پر ہو قادِر یانبی!

غم کے بادَل چھا رہے ہیں، آہ! میرے قلب پر  حاضِری کی دو اجازت مجھ کو تم پِھر یانبی! ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا واقعي حقيقت دے چې څوک عاشقان دي، هغوئي د حج د سفر د پاره بے قراره هم وي، ژاړي او اوښکې هم بهيوي. کاش چې زمونږ د ټولو دا شوق، دا ذوق، د حج د سفر رښتونے طلب نصيب شي.


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:376۔