Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

پۀ يو بَل روايت کښې دي: اَلْجُمُعَۃُ حَجُّ الْفُقَرَاء يعنې د جُمعې نـمونځ د غريبانانو حج دے.([1])  *هُم دا رنګ پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د خپل مسلمان ورور د حاجت پوره کولو د پاره ځي الله پاک پۀ هغۀ باندې د 75 زرو فرښتو پۀ ذريعه سورے فرمائي هٰغه فرښتې د هغۀ د پاره دُعا کوي او هغه د فارغيدو پورې پۀ رحمت کښې غوپې وهي او چې کله د دې کار نه فارغ شي نو الله پاک د هغۀ د پاره د يو حج او يوې عمرې ثواب ليکي. ([2])

 د بيان خلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان خلاصه دا ده چې حج له تلل، مکے ته رسيدل، طواف کول، د صفا او مروه د سعي خوندونه اخستل، ميدانِ عرفات، مُزدلفې او منیٰ ته تلل، هلته د راوريدونکو رحمتونو حقدار جوړيدل ډير لوئي سعادت دے، رَبِّ کريم دې زمونږه هر کال دا سعادت نصيب کړي. البته! که مونږ حج له نشو تللے، دومره وسيلې راسره نه وي، رکاوټونه وي، بيا هم پۀ زړۀ کښې د حج درد ساتل پکار دي، چې پۀ زړۀ کښې رښتينے خواهش وي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به هم وشي. بيا د دې سره سره دا چې مونږ حج له نشو تللے نو کم از کم د حج د ثواب باعث جوړيدونکي اعمال اختيار کړو، مونږ چې اوس کوم حديثونه واوريدل، د هغې مطابق مونږ د څومره ډيرو حجونو ثوابونه ګټلے شو. آؤ جي! *سحر او ماښام 100،  100 کَرَته سُبْحٰنَ الله! لولئ نو د سلو حجونو ثواب به مو کيږي


 

 



[1]... جامع الصغیر، صفحہ:221، حدیث:3635، 3636۔

[2]... معجم اوسط، 3 / 222، حدیث : 4396