Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

عظمت لرونکے روژه نيوونکے څوک؟

حضرت سَھْل بن مُعَاذ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل والد صاحب نه روايت کوي: يو ځل نُوراني محفل جوړ وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، صحابه کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم حاضر وو، يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د الله پاک پۀ لار کښې جنګ کوونکو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اَکْثَرُہُمْ لِلّٰہِ ذِکْراً يعنې څوک چې د الله پاک ذِکر پۀ کثرت سره کوي، هغه ډير د زیات عظمت والا دے. صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دويمه پوښتنه وکړه: يا رسولَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ روژه نيوونکو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ (مثلاً 100 کَسان دي او سلو واړو روژه نيولې ده، پۀ دوئي کښې زيات عظمت والا څوک دے؟) خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اَکْثَرُہُمْ لِلّٰہِ ذِکْراً يعنې څوک چې پۀ کثرت سره د الله پاک ذِکر کوونکے دے، هغه د زيات عظمت والا دے.

حضرت سَھْل بن مُعاذ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم داسې پوښتنې کولې، مثلاً يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ نـمونځ کوونکو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ پۀ زکوٰۃ ورکوونکو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ داسې يـې د يو يو عبادت پۀ باره کښې پوښتنه کوله، او خوږ آقا، د دواړو جهانونو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هٰغه ټولو پوښتنو هم يو جواب ارشاد کولو: اَکْثَرُہُمْ لِلّٰہِ ذِکْراً، اَکْثَرُہُمْ لِلّٰہِ ذِکْراً يعنې څوک چې د الله پاک ذِکر پۀ کثرت سره کوي، هغه زيات عظمت والا دے، څوک چې