Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

هغۀ د ګناهونو نه توبه کړه، ګيره مبارکه يـې پريښوده، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه. بيا هغه د اِسلامي وروڼو سره د نورو 92 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې د سفر خواهش مند وو خو... آه...!! د خرچې نه لرلو پۀ وجه هغه د قافلې نه پاتې شو، يوه ورځ د هغۀ د يو خپلوان سره ملاقات وشو نو چې کله يـې د معاشرې يو بد کرداره بنده [يعنې هغه سابقه شرابي] د دِيني ماحول سره وابسته وليدو نو حيران پاتې شو، او چې کله هغۀ ته پۀ مَدَني قافله کښې د هغۀ د نه تللو وجه بيان کړے شوه نو هغه خپلوان يـې اُووئيل، د پيسو فِکر مۀ کوه. د 92 ورځو مَدَني قافله کښې د سفر خرچ زما له طرفه قبول کړه او ورسره تر 92 ورځو پورې د کور خرچه هم زۀ پۀ خپله ذِمه اخلم، داسې هغۀ کَس د 92 ورځو د پاره د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اَلْقُرْآنُ الْکَرِیم“ ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن د ټيکنالوجۍ دور دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين عام کولو کوشش کوي. د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې:Quran Al kareem  Al  (القرآن الکریم ) دے. پۀ دې ايپلي کيشن کښې * د پوره قرآنِ پاک لوستلو * او د مختلفو قاريانو پۀ اوازونو کښې د قرآنِ پاک اوريدلو سهولت موجود دے * دې سره سره يو خاص سورت يا آيت Bookmark کيدے هم شي يعني بيا بيا لوستونکے سورت يا آيت د Bookmark کيدو سره پۀ اسانۍ سره اوريدے شئ. تر اوسه