Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

*مور پلار ته د محبت پۀ نظر ګورۍ نو پۀ هر ځل کتلو به د يو مقبول حج ثواب درنصيب کيږي *که مور پلار مو وفات شوي وي نو د هغوئي قبر ته حاضري کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د مقبول حج ثواب به مو نصيب کيږي *د جَمعې سره نـمونځ کوئ نو د حج ثواب به درنصيب کيږي * د سحر د نـمونځ نه پس پۀ جومات کښې کښينئ! د اشراق د نفلونو ادا کولو نه پس ځئ نو د قبول حج او عُمرې حج ثواب به مو کيږي *سحر جومات ته د دِين زده کولو او ښودلو د پاره ځئ نو د حج ثواب به ميلاويږي * د جُمعې نـمونځ ادا کوئ! د جُمعې د نـمونځ د پاره جومات ته زر ځئ نو د حج ثواب به مو کيږي *د خپل مسلمان ورور د ضرورت پۀ وخت پۀ کار راځئ! د دې پۀ برکت به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د حج ثواب درنصيب کيږي. الله پاک دې زمونږه د حج شوق نصيب کړي او د حج د ثواب حاصلولو د پاره دې ټول کال بلکې ټول عمر د دې نيکو اعمالو اختيارولو سعادت رانصيب کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائې دوره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د حج د شوق، د مکے د شوق، د مدينے د شوق بلکې د شهنشاهِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عشق پۀ زړۀ کښې د زياتولو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو