Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

ناراضګو کښې فرق دے. خو که څوک حج هم نه کوي او د حج د فرض کيدو نه هم انکار کوي نو داسې بنده به کافر شي او د هغۀ او د اهلِ کتاب پۀ کُفر کښې به هيڅ فرق پاتې نه شي. ([1])

شَرَف دے حج کامجھے میرے کبریا یارب!     روانہ سُوئے مدینہ ہو قافِلہ یارب!

دکھا دے ایک جھلک سبز سبز گنبد کی        بس اُن کے جلووں میں آجائے پھر قضا یارب!

بَوقتِ نَزع سلامت رہے مِرا ایماں        مجھے نصیب ہو توبہ ہے التجا یارب! ([2])

سوالونه يـې هم پخپله وښودل او جوابونه يـې هم ورکړل

د ابن حَبّان روايت دے چې يو ځل يو انصاري صحابي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې د څۀ پوښتنو د پاره حاضر شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: که تۀ غواړې نو زما نه پوښتنې وکړه! او که غواړې نو هم زۀ تا ته ستا پوښتنې هم وايم او د هغې جوابونه هم وايم. صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هم تاسو يـې ارشاد کړئ چې زۀ د څۀ پوښتنې د پاره راغلے يم؟ آقا کريم رؤوفُ رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: تۀ د دې پوښتنو د پاره راغلے يـې چې *کله حاجي د خپل کور نه ووځي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ *چې کله پۀ ميدانِ عرفات کښې ايسار شي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ *چې کله رَميِ جَمَرات کوي (يعنې شيطانان پۀ کاڼو وَلي) نو د هغۀ د پاره


 

 



[1]... مراۃ المناجیح، جلد:4، صفحہ:94۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:87 ملتقطاً۔