Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے.([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً *د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم *ښۀ پۀ توجُّه سره به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

حج له هُم هغه راځي څوک چې الله پاک ووبلي

حضرت علي بن مُوَفِّق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د حج سعادت حاصل کړو، د کعبې شريفې طواف مې وکړو، حجرِ اَسوَد مې ښکل کړو، دوه رکعته د طواف نـمونځ مې ادا کړو، بيا د کعبې شريفې د ديوال پۀ خوا کښې کښيناستم او پۀ ژړا شوم او د الله کريم پۀ حُضُور کښې مې عرض وکړو چې يا الله پاکه! معلومه نۀ ده چې ما ستا د پاک کور څو څو ځله طواف وکړو خو ما ته خبر نشته چې زما دا محنت به قبول شوے وي که نه...!! داسې پۀ ژړا ژړا کښې زۀ اُوده شوم، ما يو غيبي اواز واوريدو: اے علي بن مُوَفِّق! مونږ ستا خبره اوريدلې ده، آيا تۀ خپل کور ته صرف هغه نه راغواړې د چا


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔