Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal
د جَمعې سره نـمونځ ادا کول واجب دي
بے شکه * جومات ته تلل * د جومات سره محبت کول * د جومات سره زړۀ لګول * پينځه واړه نـمونځونه د جَمعې سره ادا کول د نيک بنده علامت دے، الله پاک ارشاد فرمائي:
وَ ارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ(۴۳) (پارہ1، سورۂ بقرہ:43)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: او د رکوع کوونکو سره رکوع اوکړئ.
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې (يعنې، او د رکوع کوونکو سره رکوع اوکړئ) مطلب دا دے چې د جَمعې سره نـمونځ کوئ، ځکه چې د جَمعې سره نـمونځ د يواځې نـمونځ کولو نه 27 درجې افضل دے. ([1])
میں پانچوں نمازیں پڑھوں باجماعت
ہو توفیق ایسی عطا یا اِلٰہی![2]
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د جَمعې سره نـمونځ
اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نه رِوايت دے: چې کله د سرکارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربارِ عاليشان کښې سخته بيماري حاضِرِ خِدمت وه، نو حضرتِ بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د نمانځه د اطلاع ورکولو د پاره حاضر شولو نو [خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم]