Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * د حديثِ پاک مطابق د حج ثواب به مو نصيب کيږي * چې د سحر وخت مو پۀ نيکو کښې تير شي نو برکتونه به هُم درنصيب کيږي * ټوله ورځ به مو ښه تيريږي *سحر سحر به د عِلمِ دِين زده کولو موقع درنصيب کيږي * د شجرې شريفې لوستلو پۀ صورت کښې به د نيکانو بندګانو ذِکر کيږي *د هغوئي محبت به مو پۀ زړۀ کښې زياتيږي *د اوليائے کرامو رُوحاني توجه به درنصيب کيږي *ايمان به مو تازه کيږي * د هغوئي پۀ وسيله شوې دُعاګانې به  اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قبليږي * يو ډير لوئي برکت به دا درنصيب کيږي چې د سحر د نـمونځ نه تر اشراق پورې پۀ جومات کښې ايساريدل د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي پۀ دې باندې به د عمل کولو سعادت به درنصيب کيږي *د حديثِ پاک مطابق څوک چې د سحر د نـمونځ نه پس پۀ ذِکرُ الله کښې مشغول اوسي، بيا د اشراق، څاښت نفلونه وکړي، هغۀ ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي.([1])

  الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(7-8): د حج د ثواب باعث جوړيدونکي 2 اعمال

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حج د ثواب باعث جوړيدونکي نور هم ډير اعمال دي، مثلاً * رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْجُمُعَۃُ حَجُّ الْمَسَاکِیْن يعنې د جُمعې نـمونځ د مسکينانو حج دے.


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:420، حدیث:3957۔