Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

(2): مور پلار ته پۀ محبت سره کتل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حج د ثواب ذريعه جوړيدونکے دويم نيک عمل دے: مور پلار ته د محبت پۀ نظر کتل. د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کله چې اولاد د خپل مور پلار پۀ لور د رحمت پۀ نظر اوګوري نو الله پاک د هغۀ د پاره د هر نظر پۀ بدله کښې د حَجِّ مَبرُور (يعنې د قبول شوي حج) ثواب ليکي. صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض وکړو: اګر که پۀ ورځ کښې ورته 100 ځله [د رحمت پۀ نظر] اوګوري؟ اوئې فرمائيل: نَعَمْ، اَللہُ اَکْبَرُ وَ اَطْیَبُ يعنې آؤ! الله پاک د ټولو نه لوئي او د ټولو نه زيات پاک دے.([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې څومره اسان عمل دے، هسې خو به دا حديثِ پاک مونږ ډير ځل اوريدلے وي خو پۀ دې باندې مونږ څومره عمل کوو ، دا الله پاک ته بهتره معلومه ده. که عمل پرې نه کوو نو ذِهن جوړول پکار دي چې آخر پۀ دې زمونږ نه څۀ ځي، مفت ثواب دے او هغه هم لږ نه بلکې د مقبول حج ثواب دے. لہٰذا مور پلار زمونږ جنّت دے، سحر او ماښام، شپۀ ورځ، چې کله مو زړۀ وغواړي، مور پلار ته د محبت پۀ نظر ګورئ! خو دومره خيال ساتئ چې کله مور پلار ته د محبت پۀ نظر ګورئ نو پۀ هٰغه وخت کښې ښه نيت ضرور کوئ! مثلاً دا نيت کوئ چې پۀ دې حديثِ پاک باندې د عمل کولو پۀ نِيَّت مور پلار ته د محبت پۀ نظر ګورم! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قبول شوي حج ثواب به مو نصيب شي.


 

 



[1]... شُعَبُ الْاِیمان ، باب فی بر الوالدین، جلد:6، صفحہ:186، حدیث:7856۔