Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

رکعته نـمونځ وکړي، د هغۀ د پاره د يو حج او يوې عمرې ثواب دے.

حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کَرَته ووفرمائيل: تَامَّةٍ تَامَّةٍ تَامَّةٍ (يعنې د دې عمل سره به د پوره حج او عمرې ثواب ميلاويږي).([1])

مَاشَآءَ اللہ! سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا نيک عمل هم اختيار کړئ! د اشراق نـمونځ ادا کوئ! بلکې ورسره دوه رکعته د څاښت نـمونځ هم يو ځائے کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د يو حج او يوې عمرې ثواب به مو نصيب شي.

د اشراق د نـمونځ پۀ برکت اوبخښلے شو

 حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک سره د محبت کوونکو طريقه ده چې سحر (يعنې د سحر) د نـمونځ ادا کولو نه تر نـمر راختو پورې پۀ جائے نـماز باندې ناست وي، د هغوئي مقصد دا وي چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې مقبول شي او پۀ هغوئي باندې هر وخت  انوار را اُوريږي، داسې کَس چې کله د سحر نـمونځ ادا کړي او پۀ جائے نـماز کښيني نو فرښتې ته حکم وشي چې تر څو پورې هغه نه وي پاڅيدلے، هغۀ له ورشه او د هغۀ د پاره بخښنه غواړه.

بيا خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې باره کښې يوه واقعه بيان کړې ده فرمائي: يو کفن غلا کوونکي تر څلويښتو کالو پورې کفنونه غلا کول، آخر چې کله مړ شو نو چا پۀ خوب کښې وليدو چې پۀ جنّت کښې ګرځي،


 

 



[1]... ترمذی، ابواب السفر، باب مایستحب من الجلوس...الخ، صفحہ:171، حدیث: 586۔