Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

غريب سړے مالدارو ته ګوري نو پۀ زړۀ کښې يـې دا لالچ راځي چي *د مالدارو سره بنګله ښه ده * د مالدارو سره ګاډي بهترين دي * د مالدارو خوراک څښاک ډير اعلیٰ دے. افسوس! چې مونږ پۀ دې خبرو باندې لالچ کوو خو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د نيکو پۀ کثرت باندې رشک کولو. کاش چې زمونږ هم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ شان ښکلے ښکلے اعلیٰ سوچ جوړ شي.

غريب او مالداره يو شان

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ياد ساتئ چې زمونږ پۀ زړۀ کښې چې دا کوم لالچ راځي، داسې مۀ ګڼئ چې دا معمولي خبره ده،...!! نه! نه! دا معمولي خبره نۀ ده. پۀ زړۀ کښې د دې لالچ راتلو ډير اهميت دے. حديثِ پاک واورئ! خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دُنيا د څلورو خلقو ده: (1): هٰغه بنده چا له چې الله پاک مال هم ورکړے دے او عِلم يـې هم ورعطا کړے دے، نو هغه د مال پۀ باره کښې د الله پاک نه ويريږي، صِله رحمي (يعنې د خپلوانو سره ښۀ سلوک) کوي، د مال حقونه پوره پوره ادا کوي. دا ډير افضل دے. (2): دويم بنده هغه دے، چا ته چې الله پاک عِلم خو عطا کړے دے خو مال يـې نه دے ورعطا کړے او هغه دے رښتوني نيت والا، هغه دې مالداره عالِم ته ګوري او سوچ کوي چې کاش! زما سره هم مال وے، ما به هم هٰغه نيکۍ کولې، کومې چې دا مالداره عالِم کوي. اوئې فرمائيل: دا غريب عالم او هٰغه مالداره عالِم پۀ ثواب کښې دواړه برابر دي. بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: (3):دريم هٰغه بنده دے، چا ته چې الله پاک مال خو عطا کړے دے خو عِلم يـې نه