Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

د مور او د ځوي د محبت نه ډک انداز

ډير مشهور صحابئ رسول دے، حضرت ابُو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ. د هغوئي انداز ډير ښکلے وو. هغوئي به چې کله پۀ سفر روانيدلو نو د خپلې مور کور ته به حاضريدلو، پۀ دروازه کښې به ودريدلو او وئيل به يـې: اَلسَّلَامُ عَلَيْكِ يَا أُمَّتَاهُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ يعنې مور جانې! پۀ تاسو دې د الله پاک له طرفه سلامتي، رحمت او برکتونه نازل شي. پۀ جواب کښې به د هغوئي مور وئيل: وَعَلَيْكَ السَّلَامُ يَا بُنَيَّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ اے ځويه! پۀ تا دې هم د الله پاک له طرفه سلامتي، رحمت او برکتونه نازل شي. بيا به حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وئيل: الله پاک دې پۀ تاسو باندې رحم وکړي چې تاسو پۀ وړوکوالي کښي زما پالنه کړې وه. د هغوئي مور بي بي به پۀ جواب کښي وئيل: الله پاک دې پۀ تا باندې هم رحم وکړي څنګه چې تۀ پۀ بوډئ والي کښې زما خيال ساتې. ([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې ادا ده...!! سوچ وکړئ چې حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به دومره د محبت پۀ انداز کښې د خپلې مور بي بي شکريه ادا کوله نو د هغوئي مور بي بي ته به څومره سکون نصيب کيدو...!! يقيناً زمونږ د مور پلار پۀ مونږ باندې ډير احسانونه دي، دومره احسانونه دي چې مونږ د هغې بدله نشو ورکولے. يو ځل د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه وشوه: د مور پلار څومره حقونه دي (يعنې پوښتنه کوونکي دا غوښتله چې د حقونو شميره بيان شي د پاره د دې چې هغه وشميرم او پوره پوره


 

 



[1]...ادب المفرد، باب جزاء الوالدین، صفحہ:16، حدیث:12۔