Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal
خوب ليدونکي ترينه د دې سبب پوښتنه وکړه نو اوئې وئيل: زما يو عادت وو چې کله به مې د سحر نـمونځ ادا کړو نو د نـمر راختو پورې به د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول اوسيدم، بيا به مې د اشراق نـمونځ ادا کولو. ولې چېالله پاک ډير بخښونکے دے، ځکه الله پاک زما دا يو عمل قبول کړو او زۀ يـې وبخښلم. ([1])
میں پڑھتا رہوں سنتیں وقت ہی پر ہوں سارے نوافِل ادا یااِلٰہی!([2])
(6): د جومات پۀ علمی مجلس شرکت کول
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حج ثواب حاصلوونکے يو بَل عمل واورئ! د حضرت ابو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې سحر د جومات پۀ لور د نيکۍ زده کولو او ښودلو پۀ اراده لاړ شي، هغۀ ته به د کامل حج ثواب ميلاويږي. ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! دا هم څومره ښکلے عمل دے...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول د سحر د نـمونځ نه پس د تفسير بيانولو او نورو ته د اورولو حلقه لګوي * پۀ دې کښې درې قرآني آيتونه * د هغې ترجمه او تفسير بيانيږي * د فيضانِ سُنَّت نه دَرس کيږي * شجره شريف لوستلے کيږي * دُعا کيږي او * پۀ آخره کښې د اشراق او څاښت نفلونه هم ادا کوي.
* تاسو هم د تفسير اوريدو او بيانولو پۀ حلقه کښې د شرکت کولو عادت جوړ