Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي. پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: علاقائي دوره.

*د حديثِ پاک خلاصه ده: کومې ښپې چې د الله پاک پۀ لاره کښې پۀ خاورو خړې شي، هغو ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي([1]) *زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو *مختلفو قبائلو ته به يـې هم د نيکۍ د دعوت د پاره تشريف وړلو.

* د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته ځي او د نيکۍ دعوت ورکوي *خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکوي * د نـمونځونو ترغيب ورکوي * مونږ دې ته علاقائي دوره وايـو.

شرابي د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو  

د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله کَپَړوَنج (ګجرات، هندوستان) ته تلې وه، شُرکائے قافله د علاقائي دورې د پاره د جومات نه بهر تشريف يوړلو، پۀ علاقائي دوره کښې يـې پۀ يو شرابي باندې انفرادي کوشش وکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات پۀ لور روان شو، اِسلامي وروڼو د هغۀ سره دومره د ښو اخلاقو مظاهره وکړه چې هغه شپږ ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356۔