Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

کښې يو نيک عمل د جَمعې سره نـمونځ کول هم دے. د حضرت ابو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د کور نه پاک شوے د جَمعې سره د فرض نـمونځ د پاره ځي، د هغۀ ثواب د اِحرام تړونکي حاجي پۀ شان دے، او څوک چې د څاښت د نـمونځ د پاره د جومات پۀ لور لاړ شي د هغۀ ثواب د عمره کوونکي همره دے. ([1])

پۀ يو بَل روايت کښې دي: د ماسخوتن نـمونځ د جَمعې سره کول د يو حج برابر دے، او د سحر نـمونځ د جَمعې سره کول د عمرې برابر دے. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د جَمعې سره د نـمونځ...!! اوس وګورئ چې حاجيان چې بعضو مخکښې حج ادا کړے دے او بعضې اوس روان دي، او د طواف خوندونه به اخلي، د صفا او مروه سعي به کوي، مزدلفې او منیٰ او عرفات ته به ځي، د مدينے منورې د حاضرۍ سعادت به حاصلوي، د هغوئي خوش قِسمتي ده چې هغوئي ډير د اعلیٰ سعادت والا دي، که مونږ د حج د پاره نشو تللے، که مونږ د دې سعادتونو نه محرومه پاتې يُو نو کم از کم مونږ د حج ثواب خو حاصلولے شو، د جَمعې سره د نـمونځ عادت جوړ کړئ! د ماسخوتن نـمونځ هم د جَمعې سره کوئ! د سحر نـمونځ هم د جَمعې سره ادا کوئ! باقي درې واړه نـمونځونه هم پۀ جومات کښې د تکبيرِ اُولیٰ سره د ادا کولو سعادت حاصلوئ! بلکې اودس پۀ کور کښې کوئ او د جومات پۀ لور ځئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د حج او عمرې ثواب به مو نصيب کيږي.


 

 



[1]... ابو داود، کتاب الصلاۃ، باب فضل المشی الی الصلاۃ، صفحہ:102، حدیث : 558۔

[2]... لطائف المعارف، وظائف شوال، المجلس الثالث، صفحہ:337۔