Book Name:Hajj Ka Sawab Dilanay Walay Amal

کښي هم رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جَمعه پريښودل خوښه نه کړه.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! څوک چې واقعي رښتوني عاشقان دي، هغوئي هم د مدينے د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پيروۍ کښې د جَمعې سره د نـمونځ کولو سره ډير محبت کوي او پۀ هر حال کښې د جَمعې سره نـمونځ کوي. د اعلیٰ حضرت، امام اهلسُنَّت امام احمد رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ باره کښې منقول دي چې يو ځل پۀ ربيع الاول شريف کښې د دولسم شريف پۀ پاک محفل کښې د شرکت کولو او بيان کولو نه پس ماښام اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سخت بيمار شولو، د دې مرض د سخت والي پۀ باره کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله فرمائي چې دا ځل داسې بيمار شوم چې چرې هم داسې نه ووم بيمار شوے، ما وصيت نامه هم ليکلې وه.

د دې مرض د حاضرۍ پۀ وخت داسې نازک حالت وو چې جومات د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کور سره بالکل نزدې وو، د دې باوجود به پخپله جومات ته نشو حاضريدے خو قربان شم! د سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جَمعې سره د نـمونځ کولو سره د محبت نه چې پۀ دې حالت کښې هم د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه يوه جَمعه هم پاتې نه شوه، اګرچې پۀ دې حال کښې پۀ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې جَمعه واجب نه وه خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ افضل باندې عمل کولو او پينځه واړه نـمونځونه به يـې د جَمعې سره ادا کول، د دې حالت به څۀ داسې وو چې څلورو کَسانو به پۀ کُرسۍ باندې کښينولو او جومات ته به يـې يوړلو او د نـمونځ نه پس به يـې کور ته واپس راوړلو.([1])


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:9، صفحہ: 547 بتصرف۔