Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
کاميابيدل غواړئ * پۀ انټرويو کښي پاس کيدل غواړئ * که د غټ نۀ غټ هر يو کار کول غواړئ، د هغې د پاره باقاعده پوره منصوبه جوړه کړئ، پۀ رښتوني شوق سره، پۀ ذوق سره پوره محنت وکړئ او د الله پاک پۀ رحمت باندې پوخ يقين ساتئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کاميابي به مو نصيب شي۔
يو صاحب وو، څوک چې د طريقت پۀ لار باندې ووتلو، هغوئي د زړۀ صفا کولو سره د الله پاک د قُرب حاصلولو د پاره ډير کلونه مجاهدے او عبادتونه وکړل خو مقصد يـې حاصل نه کړے شو، اخر د سيد شاه آلِ مُحَمَّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې مارهره شريف ته حاضر شو او عرض يـې وکړو چې څومره کلونه مې وشول خو مقصد مې حاصل نکړو۔ شاه آلِ مُحَمَّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي د ځان سره قبول کړو او د خانقاه شريف پۀ يوه کمره کښې يـې د هغوئي د پاتې کيدو انتظام وکړو۔ ورسره هغوئي خادم راوغوښتو او حکم يـې وکړو چې دۀ ته د ماښام پۀ ډوډۍ کښې مهے [يعنې کب] ورکړئ خو چې يو ګوټ اوبه ورسره هم نه وي او د خوراک نه پس ورپسې فوراً دروازه د بهر نه بنده کړئ۔ خادم پۀ حکم باندې عمل وکړو، د ماسخوتن د نـمونځ نه پس يـې هغوئي له پۀ خوراک کښې مهے ورکړو، چې کله هغوئي وخوړو نو خادم فوراً د بهر نه دروازه بنده کړه او لاړو۔
مهے خو پۀ اوبو مئين وي، پۀ اوبو کښې اوسيږي، دا چې پوخ کړې او اوئې خورې نو بيا هم اوبه غواړي، نو هٰغه صاحب ډير زيات تږے شو خو اوبه خو نه وې، دروازه د بهر نه بنده وه، پخپله يـې هم نشوې څښلے، بيا دۀ د دننه نه چغې وهلې چې ما له اوبه راکړئ خو هلته څوک وو چې د دۀ خبره به يـې اوريدله! دۀ له اوبه نه ورکول وې او نه ورکړے شوې، شپه چې هر څنګه وه تيره شوه۔ د سحر د