Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
د لَړې او يخنۍ نه نجات حاصل شو
خليفه مهدي څوک چې د خلافتِ عباسيه يو خليفه وو۔ يو ځل د ښکار ته پاره ووتو، پۀ لاره کښې سخت طوفان راغلے، د خليفه سره چې څومره سپاهيان وو، ټول د هغۀ نه جدا شول، هيڅ پۀ نظر نه راتلل، بيا خليفه پۀ ځنګل کښې يواځې پاتې شو۔ ډيره سخته ورته راپيښه شوه، د وَنو نه ډک ځنګل دے، خليفه يواځې پۀ دې ځنګل کښي دے، څوک ملګرے، څوک سپاهي ورسره نشته۔ خليفه مهدي وائي چې پۀ دې تنهايۍ کښې سخت وږے شوے هم ووم، تږے شوے هم ووم او ورسره مې يخني هم ډيره زياته کيدله۔ نور وائي چې ناڅاپه ما ته يو حديثِ پاک راياد شو، د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: کوم بنده چې سحر او ماښام دا دُعا ولولي هغۀ به د * سوزيدو * ډوبيدو * غورځيدو او تباه کيدو * او د بد مرګ نه محفوظ وي۔
دُعا کومه يوه ده؟
بِسْمِ اللَّهِ وَبِاللَّهِ، وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ، اِعْتَصَمْتُ بِاللَّهِ، وَتَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ، حَسْبِيَ اللَّهُ، لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيمِ
خليفه وائي چې ما چې کله پۀ پوره يقين سره دا دُعا ولوستله نو ما لږ لرې بَل شوے وور وليدو، زۀ هلته لاړم، هغه د يو اِعرابي چوپړۍ وه، هٰغه اِعرابي زما ښه ميلمستيا وکړه، بهترين شربت يـې راباندې وڅښلو، داسې شربت ما مخکښې چرته نه وو څښلے، بهترين خوراک يـې راباندې وکړو او د اوده کيدو د پاره يـې راته بهترينه بستره راکړله۔
داسې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښودلے شوې دُعا پۀ برکت سره زما ژوند بچ شو،