Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
کولو نه انکار وکړو او اوئې وئيل چې صبر کوونکو د علاج نه بهتر حل راکړے دے۔ خلقو ووئيل: الله پاک دې پۀ تاسو باندې رحم وکړي، د علاج نه بهتر حل څۀ دے؟
بوډا بابا د 23 سيپارې د سورۀ زمر آيت 10 تلاوت کړو:
اِنَّمَا یُوَفَّى الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابٍ(۱۰)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هُم صبر کوونکو ته به د هغوئي ثواب بے حسابه پوره پوره ورکولے کيږي۔
بيا يـې ووئيل چې زۀ يو څيز هم د صبر برابر نۀ ګڼم او د علاج کولو نه يـې انکار وکړو، د دې نه پس چې به کله هم هغۀ ته د درد زياتوالے محسوس شو نو هغۀ به حَسْبِي اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ لوستل نو د هغۀ زيات درد به ختميدو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يو وضاحت وکړم چې الله دې نه کړي که څۀ مرض، بيماري راشي نو علاج کول پکار دي ځکه چې علاج کول د سُنَّتو نه ثابت دي، البته هٰغه نيکان خلق څوک چې د تَوَکُّل اوچتې مرتبے ته رسيدلي وي، هغوئي بعضې ځل پۀ الله پاک باندې يقين کوي او علاج نه کوي، دا د هغوئي پۀ حق کښې صحيح ده۔ مونږ له پکار دي چې علاج ضرور وکړو۔ آؤ! روحاني علاج (يعنې د قرآني آيتونو او پۀ قرآن او حديثونو کښې د بيان شوو وظيفو، تعويذونو وغيره پۀ ذريعه علاج کول) زيات بهتر وي ځکه چې شِفا ورکوونکے ذات هم د الله پاک دے او د هغۀ پۀ نومونو کښې شِفا ده۔ د دې نه علاوه پۀ شريعت کښې دننه د ميډيکل وغيره پۀ ذريعه علاج کول پکار دي۔