Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
کيشن ډيش بورډ (Dashboard) پۀ 2 کلر تهيم کښې هم استعمالولے شئ۔ پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله د نـمونځ نه توجُّه اړوونکي څيزونه اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * د مور پلار د مقام نه د ځان خبرولو د پاره مکـتبة الـمدينه يو کتاب پۀ نوم د ماں باپ کا مقام چاپ کړے دے۔ دا کتاب تاسو پۀ 75 روپۍ د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ بيعه واخلئ۔ * پۀ قرآن، حديث، عقائدو، تصوف او فقه کښې مهارت لرونکي د عظيم عالِم، اِمامِ اهلِسُنَّت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت پۀ مختلفو اړخونو باندې ليکلے شوے کتاب فيضانِ اِمامِ اهلِسُنَّت دا کتاب هم د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ 415 روپۍ پۀ بيعه واخلئ۔ دا کتابونه پخپله هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د وَنو نالولو پۀ بابله يو څو مَدَني ګلونه وړاندې کووم۔
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): چا چې يوه وَنه ناله کړه او د هغې يـې حفاظت وکړو او پۀ خسمانه کولو باندې يـې صبر وکړو تر دې پورې چې هغه ميوه ونيسي نو د هغې نه پۀ خوړونکې د ميوې پۀ هره [دانه] باندې د