حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)

Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)

او د چا پۀ ذاتي ملکيت کښې بوټے مۀ نالوئ! * که چرې د چا د پاره بهر بوټے نالول ممکن نه وي نو هغۀ دې پۀ خپل کور کښې پۀ ګملو کښې واړه واړه بوټي نال کړي۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي هر کال د اګست پۀ مياشت کښې د خوږ وطن پاکستان شين جوړولو د پاره وَنې نالوي، د دعوتِ اِسلامي پۀ دې مقصد بوټے نالول دي وَنه جوړول دي کښې تاسو هم شامل شئ او د شرعي احتياطونو سره کم از کم يو بوټے نال کړئ او د هغې د وَنې جوړولو کوشش وکړئ۔

د بوټو نالولو د نورو فضائلو، فائدو او احتياطونو نه د ځان خبرولو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډيره ښکلې رساله درخت لگائیے ثواب کمائیے د مکـتبة الـمدينه نه حاصله کړئ يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ نه ډاؤن لوډ کړئ۔ دا رساله پخپله هم ولولئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او پۀ سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره باندې يـې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره د نورو سره هم شئير (Share) کړئ!

آؤ لوگو! سب مل کر اِک شجر لگاتے ہیں                                                                  سر پہ ٹھنڈی چھت والا ایک گھر بناتے ہیں

گرمیوں کی چھاؤں ہیں ، سردیوں کا ایندھن ہیں                                 کون کہتا ہے یہ پیڑ پھل نہیں بناتے ہیں؟

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔

غم کے بادَل چَھٹیں قافلے میں چلو                                                                     خوب خوشیاں ملیں قافلے میں چلو

ربّ کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں                                                           بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد



[1]...  درخت لگائیے ثواب کمائیے، صفحہ:7-13-15 ملتقطاً۔