Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
صحابئ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل زۀ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره بهر ووتم، مونږ وکتل چې يوه نابينا مرغۍ ده، هغې ته څۀ نه ښکاري او هغۀ پۀ خپله مښوکه باندې وَنه وهي۔ د هر چا پۀ خبرو باندې پوهيدونکي نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اے اَنس! پته درته شته چې دا مرغۍ څۀ وائي؟ ما عرض وکړو: الله او د هغۀ رسول ښه پوهيږي۔ اوئې فرمائيل: دا وائي: اے الله! تۀ انصاف کوونکے يـې، هم تا زما د سترګو رڼا لرې کړې ده، زۀ وږې شوې يم۔
فرمائي: اوس لا دا خبره کيدله چې يو ملخ راغلو او د دې مرغۍ خُلې ته داخل شو۔ بيا هغې مرغۍ دوباره پۀ خپله مښوکه باندې وَنه وهله، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: اے اَنس! پته درته شته چې اوس دا څۀ وائي؟ ما عرض وکړو: نۀ۔ اوئې فرمائيل: دا وائي: مَنْ تَوَکُّل عَلَی اللہِ کَفَاہُ څوک چې پۀ الله پاک باندې يقين کوي، الله پاک هغۀ له کافي شي۔ ([1])
د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ډيره د اوچتې مرتبے هستي ده، يو ځل بعضې ګنده ذهن لرونکو منافقانو د هغې پۀ باره کښې ډيره غلطه افواه خوره کړه، د هٰغه منافقانو پۀ رد کښې الله پاک د قرآنِ کريم تقريباً 18 آيتونه نازل کړل او د بي بي عائشه صِدِّيقه طيبه طاهِره رَضِىَ اللهُ عَـنْها پاکوالے يـې ښه واضحه کړو۔
يو ځل حضرت زينب رَضِىَ اللهُ عَـنْها د بي بي عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه پوښتنه وکړه: اے