Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
(3): دريم انعام دا وشو چې هغوئي نۀ جنګ وکړو او نۀ ورته څۀ ځاني او مالي نقصان ورسيدو او (4): څلورم او ډير اهم انعام ورته دا ميلاؤ شو چې د هغوئي د الله پاک رضا نصيب شوه کوم چې د دواړو جهانونو د ټولو نه لوئي نعمت دے۔ ([1])
کیوں کر نہ میرے کام بنیں غیب سے حسؔن بندہ بھی ہوں تو کیسے بڑے کارساز کا([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ايمان نه پۀ دې ډکه قرآني واقعه باندې غور وکړئ چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ايمان څومره پوخ وو، د دې خوش قِسمتو به ايماني جوش څومره زيات وو او پۀ هره يوه معامله کښې به يـې پۀ الله پاک باندې تَوَکُّل (يعنې يقين) کولو، د هغۀ پۀ رحمتونو باندې، د هغۀ پۀ عطاګانو باندې، د هغۀ پۀ مدد باندې به يـې يقين کولو، بيا به ورته پۀ نتيجه کښې څۀ ميلاويدل؟ الله پاک به هغوئي ته پۀ هر ميدان کښي کاميابي عطا کوله۔ راځئ چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د دې تَوَکُّل او پوخ ايمان يوه بله واقعه واورو:
پۀ درياب پۀ اَسونو باندې پورې وَتَل۔۔۔!!
د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خلافت وو، عظيم صحابئ رسول حضرت سَعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِسلام د لښکر سره مختلفې علاقې فتح کولې، پۀ دې کښې هغوئي بَهُر سِير نومې يو ښار ته ورسيدل او هغه يـې پۀ ګيره کښې واخستو۔ د دې ښار فتح کولو د پاره د دجله پۀ درياب پورې وَتَل ضروري وو۔ نو غير مسلمو د خپل ښار بچ کولو د پاره دا منصوبه جوړه کړه چې ټولې کشتۍ يـې پۀ خپله ولقه کښې واخستې د پاره د دې چې مسلمانان پۀ درياب نۀ راپورې وځي او ښار ته نۀ رارسي۔ حضرت سَعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله