Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
وروڼه هم شامل وو۔ د مازديګر نه نـمونځ نه پس د مَدَني قافلے د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه د علاقائی دوره برائے نيکی دعوت ورکولو د پاره د جومات سره نزدې د کرکټ يو ميدان ته لاړل، د مَدَني قافلے يو عمومي اِسلامي ورور هلته کښې موجودو ځلمو ته ووئيل چې زمونږ سره د اوريدو او وئيلو د صلاحيت نه محرومه اِسلامي وروڼه هم دي، دوئي به تاسو ته پۀ اِشارو کښې د نيکۍ دعوت درکوي۔ بيا ړندو او چاړاګانو اِسلامي وروڼو پۀ اِشارو د نيکۍ دعوت وړاندې کړو او هلته يـې موجودو کَسانو ته جومات ته د تللو ووئيل۔ عمومي اِسلامي ورور هم داسې ترغيب ورکړو چې دا اِسلامي وروڼه د وئيلو او اوريدو د قوت نه د محرومه کيدو باوجود د نيکۍ د دعوت د پاره راوتلي دي، الله پاک مونږ ته دا نعمتونه راعطا کړي دي که چرې مونږ د دوئي پۀ دعوت باندې جومات ته لاړ شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوئي زړونه به خوشحاله شي۔ دا يـې چې واوريدل نو هٰغه کرکټ کوونکو ځلمو سرونه ټيټ کړل او د مبلغ سره د جومات پۀ لور روان شول۔
تِرا شکر مولا دیا دینی ماحول نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی ماحول
تُو آ بے نَمازی، ہے دیتا نمازی خدا کرم سے بنا دینی ماحول
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) د ايپ تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دعوتِ اِسلامي د جديد ذريعو پۀ ذريعه هم د قرآن او سُنَّت پۀ خدمت کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د جَمعې پۀ وخت د موبائل آټو سائلنټ کولو آپشن هم موجود دے * د دې نه علاوه د قرآنِ پاک د عربۍ متن او د ترجمے او تفسير سره د لوستلو او اوريدو سهولت موجود دے * اذکار (روحاني علاج) هم ورکړے شوي دي * د کاؤنټر تسبيح پۀ ذريعه تاسو خپل روزانه اوراد لوستلے شئ * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه تاسو ريډيو مَدَني چينل اوريدے شئ * د نـمونځ اذکار هم د تجويد سره شامل کړے شوي دي * د عيسوي او اِسلامي کلينډر (Calendar) سهولت هم موجود دے۔ * د دې نه علاوه تاسو د دې ايپلي