Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِیْنَ(۱۵۹) (پارہ: 4، آلِ عمران: 159)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا چې کله د کومې خبرې پخه اراده وکړې نو پۀ الله تَوَکُّل وکړه، بے شکه الله د تَوَکُّل کوونکو سره مَحبَّت كوي۔
د دې آيت لاندې پۀ تفسيرِ خزائنُ العِرفان کښې دي: د تَوَکُّل معنیٰ ده: پۀ الله پاک باندې اعتماد کول او کارونه هم هغۀ ته حواله کول۔ مقصد دا دے چې د بنده اعتماد پۀ ټولو کارونو کښې پۀ الله پاک باندې پکار دے۔ ([1])
د الله پاک د رحمت نه اُميد ساتئ!
د حضرت عبد الله بن داؤد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه وکړے شوه چې تَوَکُّل څۀ ته وئيلے شي؟ اوئې فرمائيل: اَنَّ التَوَکُّل حُسْنُ الظَّنِّ بِاللہ يعنې د الله پاک پۀ رحمت باندې د يقين ساتلو نوم تَوَکُّل دے۔ ([2])
معلومه شوه چې کله مونږ د يو کار اراده وکړو نو بيا پۀ الله پاک باندې يقين ساتو، د الله پاک پۀ رحمت باندې پوره يقين وي چې محنت به کووم نو رَبِّ کريم به پۀ خپل رحمت باندې ما ته ضرور کاميابي عطا کوي * دا د ستورو چال ما ته هيڅ نشي وئيلے ځکه چې حَسْبُنَا اللہُ مونږ له الله پاک کافي دے * که توره پيشو پۀ مخه تيره شي نو بيا هم زما کارونه نشي ودريدے ځکه چې حَسْبُنَا اللہُ مونږ له الله کافي دے * د نجوميانو خبرې زما د مستقبل فيصله نشي کولے ځکه چې حَسْبُنَا اللہُ مونږ له الله کافي دے * که سپوږمۍ تندر ونيسي او که نمر تندر ونيسي، که د صفرې مياشت