Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ځان د بد ګمانۍ پۀ شان د نحوست نه د بچ کولو، د تَوَکُّل پۀ شان د عظيم نعمت حاصلولو، پۀ هر قِسمه حالاتو کښې د الله پاک پۀ ذات باندې د يقين کولو د جذبے موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ، پۀ 12 ديني کارونو کښې هم عملي طور برخه واخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د آخرت بے شميره برکتونه به در نصيب شي، پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار علاقائي دوره هم ده۔
* د حديثِ پاک خلاصه ده: پۀ کومه ښپه باندې چې د الله پاک پۀ لاره کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([1]) * د نيکۍ د دعوت ورکولو، د ګناه نه د منع کولو د پاره د کور نه وتل هم د الله پاک پۀ لار کښې وتل دي * زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو * مختلفو قبائلو ته به تللو او د نيکۍ دعوت به يـې ورکولو۔ د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته د تللو سره د نيکۍ دعوت ورکولے شي * خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکولے شي * د نـمونځونو ترغيب ورکولے شي * مونږ دې ته علاقائې دوره وايـو۔ تاسو هم د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه علاقائي دوره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنَّت باندې به مو د عمل کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به مو کيږي * د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لار ښودونکے د نيکۍ کوونکي پۀ شان دے ([2]) * که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ چې مزې به مو شي۔
راځئ د ترغيب د پاره تاسو ته يو مَدَني سپرلے بيانووم۔
د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله د دريو ورځو د پاره د سندھ ټنډو آدم ښار ته ورسيدله، پۀ کومه کښې چې د اوريدو او وئيلو د صلاحيت نه محرومه اِسلامي