حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)

Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)

الله پاک پۀ نزد د هٰغه (نالوونکي) د پاره صدقه ده۔ ([1]) (2): کوم مسلمان چې وَنه ناله کړي يا فصل وکري بيا چې د هغې نه څۀ مرغۍ، انسان يا ځناور خوري نو دا به د هغۀ د طرف نه صدقه وي۔ ([2])

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وَنې نالول د نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت او د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مبارک عمل دے * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاره تقريباً د کجورو 300 وَنې پۀ خپلو مبارکو لاسونو باندې نالې کړې وې ([3]) * پۀ دې وَنو کښې يوه وَنه د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم ناله کړې وه ([4]) * حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم وَنې نالولې ([5]) * حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم پۀ خپل اخري عمر کښې د کر کيلې کار شروع کړے وو۔ ([6])

پۀ تفسير کبير کښې دي: د نهرونو کنستلو او د وَنو نالولو پۀ وجه به د فارس (ايران) د بادشاهانو عمرونه زيات وو۔ ([7])

د وَنو فائدې: * وَنې بوټي کاربن ډائي آکسائيډ (Carbon dioxide) اخلي * آکسيجن ورکوي * فضائي آلودګي کموي * ماحول يخوي او ښه کوي * د لينډ سلائيډنګ (يعنې د خاورې يا ګټانو د راخوئيدو) نه بچ کوي *  او د ګلوبل وارمِنګ (Global Warming د دنیا پۀ زياتيدونکي درجه حرارت) کښې د کمي سبب جوړيږي۔ ([8])

د وَنو نالولو احتياطونه: خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ته بوټي نالول هم دي، دا وَنې جوړول هم دي، لہٰذا * د بوټي نالولو نه پس دې له باقاعده اوبه ورکوئ! * د دې د صفايۍ * کټ کولو تراشلو خصوصي خيال ساتئ! * پۀ عامو لارو کښې چرته چې خلقو ته پۀ تللو کښې تکليف وي * چرته چې قانوناً بوټي نالول منع وي *


 

 



[1]... مسند احمد، جلد:6، صفحہ:701، حدیث:17037۔

[2]... مسلم، کتاب المساقاۃ، باب فضل الغرس و ا لزرع، صفحہ:604، حدیث:1553۔

[3]...     دلائل النبوة، باب ماظہر فی  النخل التی  غرسہا النبی  صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم  ...الخ، جلد:6، صفحہ:97 بتصرف۔

[4]... دلائل النبوة، باب ماظہر فی  النخل التی  غرسہا النبی  صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم  ...الخ، جلد:6، صفحہ:97۔

[5]... اِبن ماجہ ، کتاب الادب، باب فضل التسبیح، صفحہ:610، حدیث:3807 ماخوذاً۔

[6]... تفسیر کبیر، پارہ:12، ھود، زیرِ آیت:61، جلد:6، صفحہ:367 ، 368۔

[7]... تفسیر کبیر، پارہ:12، ھود، زیرِ آیت:61، جلد:6، صفحہ:367 بتصرف ۔

[8]... درخت لگائیے ثواب کمائیے، صفحہ:7 ملخصاً۔