Book Name:Data Huzoor Aur Fikr e Akhirat
به د خلقو شوق نور هم زياتيدو، چې څنګه بادشاه سلامت مدرسے ته تشريف راوړلو، ټول طالب علمان د هغوئي د زيارت د پاره پۀ منډه منډه لاړل، ټول د بادشاه سلامت سره ميلاويدل، تود هر کلے يـې ورته وئيلو خو يو عظيم طالبِ عِلم دے، کوم چې پۀ خپل سبق يادولو کښې داسې مشغول دے چې هغۀ د سلطان د راتلو نه هم خبر نه دے، استاذ صاحب چې کله هٰغه عظيم طالبِ علم وليدلو نو غږ يـې ورته وکړو: علي...!! وګوره چې څوک راغلے دے. د استاذِ محترم آواز يـې چې واوريدو نو حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظر پورته کړو، بيا څۀ وو، يو خوا سلطان محمود غزنوي دے، بل خوا د کم عمر يو قابل طالبِ علم دے، عجيبه منظر وو، سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يو نظر وکتل، پۀ مخ باندې يـې د تقویٰ او پرهيزګارۍ نخښې ښکاريدلې، سلطان يـې پۀ نوراني مخ د راوريدونکو تجلو تاب را نه وړے شو، فوراً يـې نظر ښکته کړو او اوئې فرمائيل: پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي چې دا ماشوم د خُدائے پۀ لور راغب دے، داسې طالبِ علمان د دې مدرسے ښکلا ده. ([1])
یا سخی سُلطان دَاتا فیض تیرا عام ہے میں کرم کا مُنْتَظِر ہوں خالی میرا جام ہے
تیرے جلوؤں کی ضیاء ہے میرے دل میں موجزن تیرے جلوؤں کی ضیاء ہی رہنما ہر گام ہے
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے حُضُور دَاتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! اوس لا ماشوم دے، لا د ولايت اوچتو مرتبو ته نه دے رسيدلے، د دې وخت نه يـې دا حالت دے چې ليدونکي يـې ګواهي ورکوي چې دا ماشوم د الله پاک پۀ لور راغب دے.
افسوس چې زمونږه حال بے حاله دے. * که زمونږ رغبت دے نو د خوراک څښاک د څيزونو دے * که زمونږ رغبت دے نو د قيمتي جامو رغبت دے، که زمونږ